لغمان کې د نیالګیو د تولید په پار د ۴۹ شنوخونو چارې روانې دي
۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د مرکز اړوند حکیم آباد سیمې ته په داسې حال کې سفر وکړ چې د طبیعي سرچینو امر انجینر اصحاب الدین یې ملتیا کوله د دې سفر په ترڅ کې نوموړي د بادامو نیالګیو له تولیدي قوریو او شنو خونو څخه لیدنه وکړه.
په ورته مهال محمد د یادې سیمې د ځنګلاتي ټولنې غړو سره ناسته وکړه او دوی ته یې د بادامو نیالګیو قورې خړوبول، ناروغیو کنترول، مراقبت همداراز یې د ځنګلونو دساتنې او بیارغونې په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.
د لغمان دکرنې رییس وویل، چې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د جیف سیون پروژې په تخنیکي همکارۍ د ځنګلونو دساتنې او احیا په پار د مرکز په ګډون په علیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې ځنګلاتي ټولنې جوړې شوي او د نوموړو سیمو ټولنو ته د نیالګیو قوري، ۴۹ بابه شنو خونو دجوړولوچارې روانې دي، چې له یادو قوریو څخه به شاوخوا۱۷۰ زره د بادامو نیالګي تولید شي.
بلخوا د یادو سیمو ولسونو او د ټولنو مسؤلینو دکرنې رییس ته ډاډ ورکړ چې د ځنګلونو ساتنې او احیا لپاره به له یاد ریاست سره په ګډه همکاري کوي اود قوریو بوټو مراقبت ته به جدي پاملرنه کوي.