لوګر کې څه باندې ٢٨٠ تنه کاریګرو ته د کار په بدل کې د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوه
۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې څه باندې ۲۸۰ کاریګرو ته د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوې ده. دغه کاریګرو چې د افغانستان لپارہ د کلیو د بیارغونې ادارې لخوا ګمارل شوي و، د خپل یو میاشت کار حقوق ترلاسه کړل.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر انجنیر نصیرالدین بهیج وویل؛ چې دغه کاریګر له تېر یوہ میاشت څخه په مرکز او برکي برک ولسوالۍ د ٥ کانالونو پاکولو لپاره استخدام شوي ؤ، چې د کار په بدل کې ۷۸۰۰ افغانۍ ترلاسه کړل.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو په وینا؛ د یادو پروژو له پلي کولو څخه موخه د بې وزلۍ له منځه وړل د سطحي اوبو مدیریت، بزګرانو او بڼوالو د ستونزو حل او اړمنو کاریګرو ته د کار زمینه برابرول دي.