هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۱۵۰ زره بچې روزل کېږي
![هلمند کې د کب روزنې سکټور پراختیا په پار هڅې؛ دکبانو ۱۵۰ زره بچې روزل کېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-08_at_12.47.13_d99c92c4.jpg)
۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
هلمند کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړېږي او ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د خصوصي سکټور د کب روزنې د یو شرکت له لوري ۱۵۰ زره د کبانو بچي د روزنې په موخه هلمند ته را انتقال شوي وو چې د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د مسؤلینو د لارښؤنې سره سم فارمونو ته واچول شول.
دکب روزنې دغه فارمونه د کرنې ریاست اړوند د مالدارئۍ او حیواني روغتیا آمریت کارمندانو د مسلکي لارښؤنو مطابق له وړاندې رغول شوي دي، چې وخت پر وخت یې مسؤلینو ته لازمې لارښونې او سپارښتنې ترسره کېږي.
دیادولو وړ ده چې هلمند کې دامهال نږدې ۳۰۰۰ د کبانو روزنې فارمونه شتون لري، چې له یادو فارمونو څخه تېرکال شاوخوا ۷۰ ټنه کبان تولید شوي د ، دغه کبان د هلمند ترڅنګ کندهار ، فراه ، هرات ، نیمرزو او کابل ته هم لېږدول کېږي.
په افغانستان کې د کب روزنې زرګونه فارمونه شتون لري، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې دي.