هلمند کې پر ۶۰۰ مالدارانو د مالدارۍ اړوند توکي ووېشل شول
![هلمند کې پر ۶۰۰ مالدارانو د مالدارۍ اړوند توکي ووېشل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2019-10/72075401_2762358897122026_2250611215845818368_n.jpg)
۲۱ تله ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د مالدارۍ د پراختیا او د مالدارو کورنیو د ملاتړ او له دوی سره د مرستې په پار داځل ددې ولایت د مرکز لښکرګاه، ناوې، ګرمسېر، نهرسراج او ناد علي ولسوالیو پر ۶۰۰ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي ووېشل.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې د غوجلو لپاره دروازې او نور اړین توکي شامل وو، چې په یادو ولسوالیو کې د مالدارۍ د پرمختیا په موخه پر دغو مالدارانو وېشل شوي دي.
د هلمند د کرنې اداره هلې ځلې کوی، چې هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د زونوس «د څارویو او انسانانو ترمنځ ګډه ناروغۍ» او کانګو تبې ناروغیو مخنیوي په پار کوچیانو او مالدارو ته عامه پوهاوی ورکړي. دغه راز د مالدارو او کوچیانو لاسنیوی ترڅنګ د بېلابېلو پروګرامونو له لارې ددې ولایت مالدارۍ ته وده ورکړي.