کندهار کې د چرګانو دانې جوړولو فابریکې څخه څارنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۶:۱۲
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د چرګانو فارم لرونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د خصوصي سکټور په همکارۍ د چرګانو د دانې جوړولو فابریکه جوړه کړې، چې د یادې فابریکې د معیاري فعالیتونو د ارزونې په موخه له دې فابریکې څخه څارنه وشوه.

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د چرګانو فارم لرونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د خصوصي سکټور په همکارۍ د چرګانو د دانې جوړولو فابریکه جوړه کړې، چې د یادې فابریکې د معیاري فعالیتونو د ارزونې په موخه له دې فابریکې څخه څارنه وشوه.
د کندهار دکرنې ریاست او د اړوندو ادارو پلاوي له دې فابریکې څخه دلیدنې په ترڅ کې د نوموړې فابریکې مسؤلینو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې او ترڅنګ یې د کرنې ادارې لخوا ورسره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړل شو. 
دیادولو وړ ده، چې کندهار کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د خصوصي سکټور پانګوالو ته په ګڼو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي ترڅو دوی وهڅېږي، چې په خپل ولایت کې پانګونه وکړي او له لارې یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت