لوګر ولایت ته دکرنې وزارت د اراضۍ د لوی رییس سفر
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم په يوه رسمي سفر لوګر ولايت ته ولاړ.
په دې سفر کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت يو شمېر مسؤلینو د اراضۍ لوی رییس ملتيا کوله.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د لوګر ولايت والي شیخ ضياء الرحمن مدني سره په دغه ولایت کې د ځمکوالۍ په برخه کې د اجراآتو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د لوګر ولايت د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالرؤف سعيد هم خبرې وکړې او د خپلو دندو او په دغه ولایت کې د ځمکوالۍ په برخه کې د لاسته راوړنو او يو شمېر ستونزو په اړه هم خپل نظر شریک کړ.
په پای کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د مسؤلینو د خبرو اورېدو وروسته د دغه ولایت د اراضۍ په برخه کې له ټولو مسؤلینو د فعاليتونو څخه مننه وکړه او د ځمکوالۍ په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه.