اروزګان کې لسګونو اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز ترینکوټ او خاص اروزګان ولسوالی کې ۶۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ کړي دي.
د اروزګان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره هرې ګټي اخیستونکې ته ۴۲ قطعې کورني چرګان، د چرګانو خوراکه او اړونده توکي ورکړل شوي دي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.