نورستان کې پر یوشمېر بزګارنو د کچالو تخمونه ووېشل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۱۲
41444

۲۳ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او د «ان،سي،آر، او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نورستان ولایت مرکز پارون په ګډون ددې ولایت د واما، وانټ، وایګل او کامدېش ولسوالیو کې پر ۲۰۰ ښځینه بزګرانو د کچالو تخمونه وېشل شوي دي.
ددې پروګرام په ترڅ کې پر هرې بزګرې ښځې ۶۰ کیلوګرامه د کچالو تخم، ۱۰ کیلوګرامه توره او ۱۵ کیلوګرامه سپینه سره وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د کچالو د غوره ډولونو ترویج، د کچالو د تولید زیاتوالي او په ټوله کې د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت