د کندز دکرنې رییس د افغانستان وسله وال پوځ لوی درستیز سره وکتل
۱۰ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن د افغانستان د وسله وال پوځ له لوی درستیز قاري فصیح الدین " فطرت" سره وکتل او په سرحدي سیمو کې د ځنګلونو، څړځایونو د ساتنې او د امارتي ځمکو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دکندز د کرنې رییس الحاج مولوي امان الله حسن د ۲۱۷ عمري قول اردو له لوري د کندز ولایت له مالدارانو سره چې د وروستیو واورو ورښتونو له امله زیانمن شوي وو، د مرستې له امله مننه وکړه.
په همدې حال کې، د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د کندز ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي صاحب امان الله حسن څخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې دکړو چوپړتیاوو په پار قدرداني او مننه وکړه، ویې ویل: «افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه او مالدارۍ پورې تړلې ده، چې د کرنې د ودی او پراختیا په برخه کې باید بنیادي کارونه وشي.»
همدارنګه د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيز د کندز ولايت د کرنې له رياست سره د کندز ولایت په سرحدي سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.