خوست کې د چهارمغزو بڼونه جوړېږي
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د موسي خېل په ولسوالی کې د چهارمغزو بڼونو د ترویج او پرختیا په موخه پر ۲۸۰ بزګرانو د چهارمغزو نیالګې وېشلي دي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د موسي خېلو په ولسوالی کې د ۲۸۰ بزګرانو د سروې چارې بشپړ او پر یادو بزګرانو د چهارمغزو اصلاح شوي نیالګي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو او بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د چهارمغزو بڼونو ترویج او د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.