د پکتیا مرکز ګردیز کې د هټیو څارنه وشوه
![د پکتیا مرکز ګردیز کې د هټیو څارنه وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-04/img-20240423-wa0165.jpg)
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالداری آمریت او د څارنې او کنټرول کمیسیون لخوا دغیرقانوني، بې کیفیته او له نیټې څخه تېرو خوراکي موادو د استعمال اوپلورڅخه د مخنیوی په موخه څارنه ترسره شو.
ددې څارنې په ترڅ کې د پکتیا مرکز د ګردیز ښار له هټیوالوڅخه یوه اندازه بې کیفیته اوله نیټې څخه تېر خوراکی مواد راټول شوي دي.
ددې څارنې موخه د بې کیفیته او تاریخ تېرو موادو د خرڅلاو مخنیوی دی، چې ددې ولایت په نورو سمیو کې به هم ترسره شي.