دهلمند انار باغ د نیالګیو روزلو قوریه کې د ناجو تخمونه وکرل شول
![دهلمند انار باغ د نیالګیو روزلو قوریه کې د ناجو تخمونه وکرل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-04/img-20240421-wa0150.jpg)
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان انار باغ د نیالګیو روزلو قوریه کې د مسلکلي کارکؤنکو لخوا د ناجو ٢٢ کیلوګرامه تخمونه وکرل شول.
نوموړي ناجو به د ښې روزنې څخه وروسته دکرنې ادارې د ځانګړې کړنلارې له مخې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون د ګڼو ولسوالیو بزګرو، ځمکوالو ته په واک کې ورکړل شي او عام المنفعه تاسیساتو او مقدسو ځایونو د سرسبزۍ په موخه راتلونکو کلونو ته وېشلو ته چمتو شي.