هلمند کې د شنوخونو جوړولو ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۳۷
هلمند کې د شنوخونو جوړولو ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې

هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې په خپلو شنوخونو کې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې بزګرو ته په ازمایښتي ډول ٦ بابه شنې خونې رغول شوي دي، چې دامهال د یوشمېر خونو حاصلات رسیدلي او بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.
دغه شنې خونې دکرنې وزارت په څه دپاسه یومیلیون افغانیو  پراختیایي بودیجې جوړې شوي دي، چې د موسمي نباتاتو د کرنې په موخه ورڅخه ځمکوال ګټه اخلي .
په ورته وخت کې هغه بزګر چې دغه شنې خونې ورته رغول شوي دي د کرنې ریاست څخه خوښي ښیي او په دې برخه کې د لا زیاتو مرستو او همکاریو غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې هم د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ په یوشمېر ولسوالیو کې د کرنې ریاست او خصوصي سکټور له خوا پر بزګرانو شنې خونې وېشل شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې پکې د ډول ډول سابو او ترکاریو کرکېله کیږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي. 
د هلمند ګڼ شمېر او سیدونکي خوشاله دي، چې د دوی ولایت د سبو او ترکاریو د تولید په پرخه کې د بسیا کېدو پر خوا روان دی. شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د هلمنديانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي. 
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ د بودیجې غونډه دائره شوه 

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مرستیالۍ تر چتر لاندي ریاستونو د رئیسانو په حضور کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۳۰
Background image

کامدېش ته د نورستان دکرنې رییس سفر 

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیر آقا پیر( حبیب الرحمن) په داسې حال کې، چې د کرنیزو چارو آمر محمد حنیف افغان، د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

ننګرهار کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بڼوالۍ توکي ووېشل شو

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دمخدره توکو سره د مبارزې. . .

بازگشت