پکتیکا کې لسګونه زره څاروي وقایه کېږي
![پکتیکا کې لسګونه زره څاروي وقایه کېږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240321-wa0085.jpg)
۲ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره دهالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وړو شخوند وهونکو څارویو د خوندیتوب په موخه د ډیورامینګ پروګرام پیل کړی دی.
د پکتیکا د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروګرام په ترڅ کې د پکتیکا د مرکز شرنې په ګډون ددې ولایت په اتو ولسوالیو کې څه باندې ۳۴ زره وړو شخوند وهونکو څارویو ته د داخلي پرازیتونو د مخنیوي په موخه درمل ورکول کېږي.
ددې پروګرام موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دی.