د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې بهیر د ساده کولو په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۴:۱۶
د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې بهیر د ساده کولو په موخه غونډه دائره شوه


۲۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې بهیر د ساده کولو په موخه غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د چارو ادارې د چارواکو او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یوشمېر ییسانو په شتون کې دائره شوه.
دغه غونډه چې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ په مرستیالۍ کې جوړه شوې وه، د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې د اداري پروسو په ساده کولو، د جوازونو د وېش د پروسې په ساده کولو، د خدماتو د عرضې پر ښه والي او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیا برابرولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني پانګوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د کرنې وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د پانګوالو لپاره به د خدمتونو د وړاندې کولو ټول پړاوونه اسانه کړي.

جلسه‌ای به منظور ساده سازی پروسه‌های سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری برگزار شد 
۲۷ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور ساده سازی پروسه‌های سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با حضور مسوولان اداره امور و شماری از روئسای  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
این جلسه که در معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت برگزار شده بود در آن پیرامون ساده سازی روند های اداری فراه راه سرمایه گذاری در سکتور های زراعت و مالداری، ساده سازی روند توزیع جوازنامه‌ها، بهبود عرضه خدمات و فراهم سازی سهولت در صادرات و واردات محصولات زراعتی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این جلسه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری از تلاش‌های وزارت زراعت جهت فراهم سازی سهولت‌ها برای سرمایه گذاران سخن زده و اطمیان داد که تمام مراحل ارایه خدمات برای سرمایه گذاران را سهل می‌سازد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل په پغمان ولسوالی کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه


۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

روزګان کې د اوبولګولو دیوې پروژې چارې پیل شوې


۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د روزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د کرنا کانال رغنیزې چارې پیل شوې.
د چارواکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۲
Background image

میدان وردګو کې د انجې ترویج په پار هڅې


۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالداري رياست په دې ولایت کې د انجې دودولو په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې د اسټارز مؤسسې. . .

بازگشت