د هلمند نادعلي کې پر یوشمېر بزګرانو د شوتلې تخم ووېشل شو
۱۰ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
دهلمندولایت دکرنې، اوبولکولو او مالدارۍ ریاست لخوا دبشري خیریه مؤسسې په همکارۍ د نادعلي ولسوالی ۱۳۰ تنو مستحقو بزګرانو سره د شوتلې د تخم مرسته وشوه .
تر دې وړاندې د یادې ولسوالی نږدې زرو تنو بزګرو ته حیواني خوراکه او د شوتلو تخم وېشل شوي وو چې په تعقیب یې پاتې بزګرانو ته یاد تخمونه په واک کې ورکړل شوي دي.
دغه مرستې د بزګرو او مالدارو د ملاتړ او حمایې په موخه ترسره کېږي ترڅو دوی وکولای شي په یادو برخو کې خپلې اړتیاوې ورباندې پوره کړي.