د ولایتي چارو ریاست
د وزارت پالېسي مطابق په ۳۴ ولایتونو کې تلپاتي اړیکې تامینول.
(stakeholders ) د ولایتي چارو ریاست ښکیل اړخونه
1. د ۳۴ ولایتونو کرنېزي ادارې.
2. د وزارت مرکزي ریاستونه .
3. د کرنې وزارت برنامې او پروژې .
4. د کرنې وزارت ګډونوال .
5. بزګران، بڼوال، مالداران او کوپراتیفونه.
موخې:
1. د کرنې،ابولګولو او مالداراۍ وزارت پالېسي او ستراتيژې پلي کولو کې مرسته کول.
2. د ۳۴ ولایتونو کرنیزې ادارو ته مکتوبونو او نور اسنادو لیږل، سپارل او د هغوۍ برعکس.
3. له ۳۴ کرنیزو ولایتي ادارو څخه د ارقامو، عددونو، معلوماتو او بېړنیو راپورونو راټول.
4. د ۳۴ ولایتونو په کچه پرمختایې پلانونه او ملي برنامو پلي کول او څارل.
5. ۳۴ ولایتونو ته به وخت سره د وزارت مقام کرنیز پیغامونه، امرونه او لارښونې رسول.
6. د افغانستان په کچه کرنیزو ولایتي ادارو ته په وخت سره د ستونزو حل کولو په موخه رسیده ګي کول.
7. د وزارت د پرمختایې پروژو پرانستنه او کتل دبزګرانو، بڼوالو، مالدارانو او کوپراتیفونوستونزو او وړاندیزونو ته غوږ نیول او د پرمختایې کړنو په اړه د وزارت مشرتابه پلاوي سفرونه چمتوکول.
8. د ۳۴ کرنیزو ولایتي ادارو راپورونه، موضوعات څیړل او تعقیبول .
9. په انځوریزه بڼه د راپورنه، پرمختایې کړنو، سندونه، برنامو او ولایتي سفرونو په اړه معلومات رټولول.
10. د کرنې وزارت له ولایتي ادارو او مرسته کونکو موسیساتو څخه د راپور او معلوماتو اخستلولپاره یو مرکزي سیستم جوړول.
لید لوری(Vision)
د کرنې وزارت مقام د پالېسي، سټراتیژې، او ملي برنامو مطابق د کرنیز پغامونه، بېلابیلو کرنیزو پرمختایې پروژو او داسې نورو موضوعات پلي کول چې په یاده اداره کې وضاحت ولري او د ۳۴ ولایتي ادارو لپاره د نوې ټکنالوژې او وسایلو استفاده کولو لپاره زمینه برابرول.
ماوموریت (mission)
1. د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت مقام پالیسي اوستراتیژي مطابق ۳۴ ولایتي ادارو او مرکزي ریاستونو سره تلپاتې اړیکي تامینول.
2. وار له مخه له لایتونو څخه د کرنیزوناروغیو او افتونو، طبیعي پیښو او مالداري په اړه د بیړنیو راپورونو راټولول.
3. ولایتونو ته د کرنې وزارت مقام لارښونې لیږل او څارل.
4. ولایتونو ته د مصوبو، فرمانونو، کابینې او زیرانو شورا پریکړي لیږل او د هغوۍ څارل.
5. د ولایتي سفرونو لپاره د کرنې وزارت د مشرتابه پلاوي د معلوماتو کڅوړې، پلانونونه او راپورونه چمتوکول.
6. ارسال و مرسول تمام اسناد و مکاتیب از مرکز به ولایات و برعکس آن با استفاده از تکنالوژی دست داشته .
7. له مرکز څخه ټولو ولایتو ته د موجودې ټکنالوژۍ به مرسته د اسنادو او مکتوبونو لیږل او د هغوۍ برعکس.
8. د ولایتي اسنادو څارل.
9. د پرمختایې، اختیاري او غیراختیاري پروژو په پلي کولو کې له ولایتونو سره مرسته او همغږي کول.
10. د وزارت برنامو اولایتي کړنو پلي کولو په خاطر د څارني، تفتیش او سکتوري ریاستونو سره مرسته کول.
11. د بزګرانو او ځمکوالو غوښتنو او وړاندیزونو ته لاسرسی.
12. د وزارت مقام د لارښونې په اساس مرکز ته د رسمي چارو د ترسره کولو په موخه د ولایتي ریئسانو راغوښتل او بیرته اړوندو ولایتونوته لیږل.
13. د ولایتي ریئسانو او کارمندانو د ارزونې په برخه کې مرسته کول.
14. د ولایتي پراختیایي پروژو له کړنواو څرنګوالي څخه څارنه کول.
15. د ادارې د سټراتیژیکو موخو او عمومي پلان په اساس کاري پلان او طرحه چمتوکول.
16. د راپورونو څیړل، چمتوکول او اړونده مرجع ګانو ته لیږل.
17. د کرنې وزارت له مقام سره د ولایتي شورا وکیلانو، علماوو، قومي مشرانو او والیانو لیدنې برابرول.