د کرنیزو څېړنو د عمومي انستیتوت د څېړونکو د راپور ورکولو درې ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۹:۱۴
د کرنیزو څېړنو د عمومي انستیتوت د څېړونکو د راپور ورکولو درې ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد

د کرنې وزارت د کرنیزو څیړنو د عمومي ریاست د څېړونکو د راپور ورکونې درې ورځنۍ ورکشاپ، چې د څېړونکو د هغو کرنیزو څېړنیزو تجربو د پایلو د شریکولو په موخه چې د دغه وزارت په ۲۲ کرنیزو فارمونو کې ترسره شوي وو پای ته ورسېد.
د دغه ورکشاپ په درېیمه ورځ چې د کابل په بادام باغ کې جوړ شوې وه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني هم ګډون کړی و او د کرنې په برخه کې یې د څېړنیزو فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په دې پروګرام کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني له څېړونکو وغوښتل، چې د خپلو تجربو او نویو څېړنو پایلې له کروندګرو او بزګرانو سره شریکې کړي، تر څو وکولای شي په اقتصادي لحاظ خپل ژوند ښه کړي: «ستاسو کار په ټول افغانستان پورې اړه لري، ځکه که تاسو په یو بوټي کار وکړئ او مثبته پایله ورکړي، سبا به هغه نبات په ټول هېواد کې ترویج شي او خلک به یې کرکیله وکړي او په خپلو خوړو کې به یې وکاروي، هڅه وکړئ چې په هغه بوټي کار وکړئ، چې له کورنیو سره مرسته وکړئ، چې د خوراکي توکو خوندیتوب او اقتصادي پرمختګ رامنځته کړئ او هیواد د ځان بسیاینې لور ته بوځي، ستاسو څېړونکو کار ډېر اهمیت لري، چې د ګټور کار سره د خلکو ژوند بدل کړئ او دا یو لوی مسوولیت دی، د وزارت رهبري هم هڅه کوي، چې د ستراتیژیکو نباتاتو د اصلاح شویو تخمونو په ترویج او وېشلو سره تاسو او بزګرانو ته اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د اصلاح شویو تخمونو کچه لوړه شي، دکرنې وزارت په خپلو هلو ځلو سره سږکال ۴۰ زهر مټریک ټڼه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي او په پام کې لرو، چې  په راتلونکي کال کې یې کچه ۸۰ زره متریک ټنو ته لوړه کړو. او همدارنګه موږ د سبو د تخمونو د ترویج او وېش په برخه کې هم کار کوو تر څو وکولای شو له څېړنو وروسته بزګرانو ته یې وړاندې کړو.»
ورپسې د کرنې او مالدارۍ انسټیټوټ لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د څېړنیزو فارمونو وړاندیزونه او اړتیاوې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته وړاندې کړل او په یادو برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
 د یادولو وړ ده، چې د کرنیزو څېړنو د انستیتوت د عمومي ریاست کلنۍ راپور ورکولو پروګرام درې ورځې دوام وکړ چې د ټولو ولایتونو څخه د فارمونو کارکوونکو او د څېړنو مدیرانو په کې حضور درلود او خپل د فعالیتونو راپورونه او څېړنیز فعالیتونه او تجربې یې شریکې کړې.


ورکشاپ سه روزه گزارش دهی محققان ریاست عمومی انستتیوت تحقیقات زراعتی پایان یافت 

ورکشاپ گزارش دهی محققان ریاست عمومی تحقیقات زراعتی وزارت زراعت که برای سه روز به منظور شریک سازی نتایج  تجارب تحقیقات زراعتی محققان که در ۲۲ فارم زراعتی وزارت زراعت انجام شده بود خاتمه یافت.
 در سومین روز این ورکشاپ که در در بادام باغ کابل  برگزار شده بود مولوی صدراعظم‌عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری اشتراک کرده و تاکید بر توسع فعالیت‌های تحقیقاتی در بخش زراعت کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این برنامه از محققان خواست که  نتایج تجارب و تحقیقات جدید خود را با هقانان و مالداران  شریک نمایند که آنها بتوانند به زندگی خود بهبود اقتصادی بدهند:"کار شما وابستگی به تمام افغانستان دارد، چون اگر روی نباتی کار نمائید و نتیجه مثبت بدهد، فردا آن نبات در تمام ملک ترویج می‎‌شود و مردم آن را  کشت و در خوراک شان استفاده می‌نمایند، کوشش نمائید روی نباتاتی کار نمائید  که به خانواده‌ها مصوونیت غذایی و بهبود اقتصادی بیاورد و ملک را به سمت خودکفایی سوق دهد، مسوولیت بیشتر متوجه شما کارمندان تحقیقات می‌باشد تا با کارهای ثمربخش در زندگی مردم تغییر بیاورید و این مسوولیت بزرگ است، رهبری وزارت هم تلاش می‌کند با ترویج و توزیع تخم‌های اصلاح شده نباتات استراتیژیک به شما و دهقانان سهولت فراهم کند تا میزان تخم اصلاح شده افزایش یابد، وزارت با تلاش‌هایش امسال حدود ۴۰ هزار متریک تن گندم توزیع نمود و در نظر داریم که سال آینده این میزان را به ۸۰ هزار متریک تن برسانیم، همین گونه روی ترویج و توزیع تخم سبزیجات نیز کار می‌نمائیم تا بتوانیم پس از تحقیق آن را به دسترس دهقانان برسانیم".
بعدآ مولوی نصرت الله ‌طلحه رئیس عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی پیشنهادات و نیازمندی‌های فارم‌های تحقیقاتی را به معین زراعت و مالداری پیشکش نمود و خواستار توجه به آن شد.
قابل ذکر است برنامه گزارش دهی سالانه ریاست عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی به مدت سه روز ادامه داشت و کارمندان فارم‌ها و مدیریت‌های تحقیقات از تمام ولایات در آن حضور داشتند و گزارش فعالیت‌ها و تجارب تحقیقات خویش را با هم  شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک له کارپوهانو سره د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو ناسته

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالی او حسابي ریاست او د افغانستان بانک د مالی او حسابي کارپوهانو ترمنځ تخنیکي ناسته د مالی ستونزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان ولایت په مرکز کې د کرنیزې پراختیا صندوق د ختیځ زون د مسؤولینو له لوري، د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ، هغه کاروباریانو او بزګرانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د هندواڼو کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مټاخان ولسوالی پوټیانو په سیمه کې د کرنیزو چارو مدیرانو له خوا د کرل شوو هندواڼو. . .

بازگشت