کندهار کې د کرنیزو او حیواني درمل پلورنځیو د څارنې او ارزونې لړۍ پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۵۲
کندهار کې د کرنیزو او حیواني درمل پلورنځیو د څارنې او ارزونې لړۍ پیل شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان له مخې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د حیواني او نباتي درمل پلورنځیو او مرکزونو څخه د یوه ګډ پلاوي په حضور کې د څارنې او ارزونې لړۍ پیل شوی دی. په دغه څارنه کې د حیواني او ګیاوو درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د اقتصاد وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
ددې څارنې په ترڅ کې یاد پلاوي د کندهار د ارغستان ولسوالی له کرنیزو او حیواني درملتونونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
یاد پلاوي درمل پلورنکو ته یوشمېر لارښوونې هم وکړې دوی وویل: «درمل پلورنکي باید په راتلونکي کې له تاریخ تېره ،بې کیفیته او مضره درملو له پلورلو څخه ډده وکړي. د درمل ساتلو ځای باید جلا او د هر ډول خوراکي توکو څخه لیرې وي. درمل پلورونکي باید د درمل پلورلو په وخت کې له ځانګړي جامې څخه استفاده وکړي او دغه راز درمل پلورونکي باید په خپلو ورځنیو چارو کې د کرنې ادارې، اقتصاد ریاست او چاپېریال ساتنې ریاست د درمل پلورلو لارښود په پام کې ونیسي.»
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کیږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت