کندهار کې د پستې بڼونو د پیوند چارې پیل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۲۰:۱۳
کندهار کې د پستې بڼونو د پیوند چارې پیل شوې

۲ تله ۱۳۹۸
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په همکارۍ په دې ولایت کې د پستې بڼونو د پیوند چارې عملاً پیل کړي دي. د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې لړۍ کې به د پستې ۶۵۰ جریبه بڼونه پیوند شي، او ترڅنګ یې د پستې بڼوالو ته به د پیوند عملي لارې چارې هو وښودل شي.

د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې د همکارو موسسو او خلکو په همکارۍ په تېرو درېوو کلونو کې په دې ولایت کې د پستې څه باندې دوه زره جریبه نوی بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې ده.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په راتلونکو څو کلونوکې د انارو، انګورو او انځرو ترڅنګ پسته به هم ددې ولایت د صادراتو په لست کې شامل شي.
په کندهار کې د پستې دوه زره جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړ شوي دي، چې یاد ولایت د تازه مېوو له ډلې انګور او انارو په برخه کې مخکښ ولایت دی. د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم هڅوی، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۹
Background image

کندز کې څه دپاسه شپږ زره مټریک ټنه اضافي غنم پېرل او زېرمه کېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د کندز له ولایت څخه څه باندې شبږ زره مټریک ټڼه غنم پېرل او زېرمه کېږي، دغه غنم په نېغه له کرودګرو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول 

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په سپین بولدک او غورک. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۵
Background image

د لوګر د کرنې رییس د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره و کتل

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید، مرکز ته اړوند د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره وکتل او د طبیعي ځنګلونو د قطع کولو. . .

بازگشت