کندهار کې د وټرنرۍ او د مالدارۍ کاروباریانو د ثبت لړۍ پیل شو
۲ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې یې د وټرنرۍ او د مالدارۍ په برخه کې د کاوراریانو د ثبت او راجستر لړۍ پیل کړی دی.
د کندهار دکرنې ریاست د چاراکو په خبره دغه لړۍ د کندهار دکرنې ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت او د کندهار پوهنتون دکرنې پوهنځۍ د وروستي کال زده کړیالانو په همکارۍ ترسره کېږي.
دغه چاره د وټرنرانو او د مالدارۍ په برخه کې د بوخوتو کسانو د دقیقې احصایې ټولول، د وزارت د کړن لارې مطابق د وټرنرانو او د مالدارۍ کاروباریانو برابرول، د جوازو اخیستلو او په معیارونو برابرو مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي دي.