کندهار کې د طبق وژونکي ناروغۍ پر وړاندې د نږدې ۱۶ زره څارویو درملنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۳۵
کندهار کې د طبق وژونکي ناروغۍ پر وړاندې د نږدې ۱۶ زره څارویو درملنه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ سره، د کندهار په ولایت کې د مالدارۍ د عامې روغتیا د خوندیتوب په موخه، د طبق ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د درملنې کمپاین پيل شوی دی.
په دې کمپاین کې، چې د تېرو دوو اوونیو په جریان کې د کندهار په لسو ولسوالیو کې ترسره شوی، شاوخوا ۱۵ زره ۸۰۰ لوی او کوچني څاروي د طبق وژونکې ناروغۍ پر وړاندې تداوي شوي دي. دا کمپاین د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، د تجربه‌لرو پاراوټرانو له لوري عملي شوی دی.
یاده پروسه په ډنډ، دامان، پنجوايي، لوړ میوند، کښته میوند، ارغنداب، خاکریز، نېش، غورک او سپین بولدک ولسوالیو کې پیل شوې او لا هم جریان لري.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي، دا اقدام د طبق ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي لپاره یو پر وخت او مهم ګام وو. د دوی په وینا، طبق یوه ساري ناروغي ده، چې د څارویو د مرګ لامل ګرځي، خو د درملنې له لارې د دغې ناروغۍ د پراخېدو مخنیوی ممکن دی.
د یاد ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلینو څرګنده کړه، چې دا ډول وقایوي کمپاینونه به همداسې دوام ومومي، څو د څارویو د عامې روغتیا خوندیتوب، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو مخنیوی او د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا یقیني شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د بلخ چمتال ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چمتال ولسوالی ۱۲۴ بڼوالو سره دکرنیزو توکو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

د بلخ دوو ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د بلخ او نهرشاهي ولسوالیو لسګونو بزګرانو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۳۳
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو رغنیز بهیر وڅارل شو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان مدیر او د ریاست سلاکار په مشرۍ یو پلاوی د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی. . .

بازگشت