پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې په موخه سیمه ییزو چارواکو او قومي مخورو سره دهمغږۍ ناسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۱۷
پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې په موخه سیمه ییزو چارواکو او قومي مخورو سره دهمغږۍ ناسته وشوه

۱۰ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د یوه پلاوی په مشرۍ د پکتیا ولایت قومندانۍ په مقام کې د مرکز ګردیز او احمدابا قومي مشران او ځوانانو سره د ځنګلونو ساتنې، قطع مخنیوی او بیا رغونې په موخه ناسته او خبرې اترې وکړې.
ددغه ناستې په ترڅ کې د پکتیا د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي لخوا ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ځنګلونو اهمیت په اړه معلومات ورکړل  او همدارنګه یې د ځنګلونو ساتنې او قطع مخنیوی په موخه د پکتیا دودیز قومي تړونونو اهمیت په اړه هم خبرې وکړې.
یادو قومي مشرانو او ځوانانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رئیس سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او هم یې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د بدیلو لارو چارو او پروژو غوښتنه وکړه.
د پکتیا دکرنې رئیس مولوي هاشمي ځنګلونه دهېواد ملي شتمني یاده کړه او ګډونوالو ته یې د ځنګلونو د قطع او مخنیوی په دې اړوند د ا.ا.ا د فرمان پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دشنو ځنګلونو قطع کول دطرحې مطابق مطلق بند دي اوهیچا ته اجازه نه ورکوو چې ځنګلونه قطع کړي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د کرنې وزارت په لارښوونه په پکتیا کې د ځنګلوساتنې، ستونزو تشخیص او بیا رغولو لپاره د کمېټې جوړولو سپارښتنه وشوه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د مالدارۍ ورځ ولمانځل شوه 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو شمېر مسؤلینو په ګډون، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره وکتل.
په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د درېیو رییسانو ادلون بدلون 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت درې تنه رییسان له خپلو دندو تغییر او تبدیل شول. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، د. . .

بازگشت