هلمند کې د کبانو تولیدي فارم جوړېږي
۸ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا ریاست له پلاوي سره په کتنه کې په هلمند کې د کبانو تولیدي فارم د جوړولو په هکله خبرې اترې وکړې.
یاد پلاوی چې په ترکیب کې یې د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا ریاست څخه محمدجاوید محمدي، احمدضیا فیضیار او انجنیر نورالله وزیري شامل دې هلمند ولایت ته د خپل سفر په اړه ددې ولایت دکرنې رییس سره معلومات شریک کړل.
نوموړي پلاوي وویل، چې هلمند ته یې د سفر موخه په دې ولایت کې د کبانو د تولید یوه (هچري) فابریکه جوړول او ترڅنګ یې د کب روزنې یو مجهز فارم او د کارکوونکو لپاره یې د یوې مستقلې ودانۍ رغول دي، چې یادې چارې به د بولان مالدارۍ فارم اړوند په پنځه جریبه ځمکه کې ترسره شي.
دوی دغه راز وویل، چې د نوموړیو چارو سرته رسولو په موخه د سروې او ډیزاین چارې به بشپړ او عملي چارې به یې ډېر ژر پیل شي.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج راغلي پلاوي ته هر کلی ووایه او زیاته یې کړه: «د هلمند ولایت دغه ډول بنیادي کارونو ته زیاته اړتیا لري او موږ هڅه کوو چې ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ځمکوالو او مالدارو ته پایداره خدمات وړاندې کړو.»
ښاغلی وهاج همدارنګه زیاته کړه، چې د هلمند د کرنې ریاست مقام او اړوند کارکوونکي به د راغلي پلاوي سره هر اړخیزه همکاري کوي، په دې برخه کې به دوی ته کاري سهولتونه برابر کړي او د اړتیا پرمهال به ورته د لومړنیو اړتیاو په پوره کولو کې هر ډول امکانات چمتو کړي.