هلمند کې د زینتي نیالګیو تخمونه وکرل شول
۳ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۱۳ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان انار باغ د نیالګیو روزلو قوریه کې د طبیعي سرچینو آمریت د مسلکي کارکوونکو لخوا د سروې او مورفان ١٠ کیلوګرامه تخمونه کرل شوي دي.
دغه بوټي د هلمند ښار د ښکلا او زرغونتیا په پار روزل کېږي، چې وروسته به بیا د یوې ځانګړې کړن لارې له مخې پر دولتي ادارو، عام المنفعه او مقدسو ځایونو، بڼوالو او عامو خلکو ووېشل شي.