هلمند کې د زردالو زرګونه نیالګي روزل کېږي 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۳۲
هلمند کې د زردالو زرګونه نیالګي روزل کېږي 

۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند  ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د بولان د نیالګیو روزلو مرکزي نیالخونه کې د نورو مېوه لرونکو نیالګیو ترڅنګ  دزردالو ٢٥زره نیالګي تر روزنې لاندې دي. 
دغه نیالګي سږکال په تخمي ډول په ٣ جریبه ځمکه کې کرل شوي دي، چې دامهال یې د منظمې روزنې چارې د مسلکي کارکؤنکو لخوا روانې دي.
یاد نیالګي به د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو لخوا تر روزلو وروسته د ځانګړې کړنلارې له مخې د بڼوالو په واک کې ورکول کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د عصري او اصلاح شوي بڼوالۍ برخې ته پراختیا ورکړي ترڅو بزګر د خپلو بڼوڼو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د شېدوټولولو او پروسس مرکز پرانیستل شو

۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د افغانانو لپاره د هالنډ کمېټې په مالي همکارۍ سپین بولدک ولسوالی کې د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۳۲
Background image

هلمند کې د زردالو زرګونه نیالګي روزل کېږي 

۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند  ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د بولان د نیالګیو روزلو مرکزي نیالخونه کې د نورو مېوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

دهلمند ولایت د حیواني درمل پلورونکو ټولنې له مسؤلینو سره ناسته وشوه 

۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت د یوشمېر چارواکو په شتون کې په. . .

بازگشت