نیمروز کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي پلاوي غونډه
١٧ تله ۱۴۰۳ه.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د نيمروز ولايت د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بیا راګرځیدلو تخنیکي پلاوي اونیزه اداري غونډه د همدې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د تخنیکي پلاوي د رییس، مولوي شیراحمد "رفیع" په مشرۍ چې پرمهال يې د تخنیکي پلاوي غړو هم حضور درلود، ترسره شوه.
په همدې غونډه کې د مرکزي کمیسیون د تخنیکي پلاوي لخوا رالېږل شویو ګڼه لیکونو نیمروز ولایت ته په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدا راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د رییس په مشرۍ ګډه کمېټه وټاکل شوه، تر څو د تا ګرشک د سیمې موضوع وڅېړي او خپل راپور د یادې کمېټې غړو ته وړاندې کړي.
همدا راز د تخنيکي پلاوي لپاره د توکو د پېرلو په موخه د نيمروز ولايت د مستوفي په مشرۍ يو بل پلاوى هم وټاکل شو.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې د خاشرود ولسوالی د خاکک کلي دوسيې، د غرغري ښاروالۍ د مفصل پلان وروستي راپور او د زرنج ښار د نظام آباد په کلي کې د ۶۶ نمبر کاډسټري د وروستي راپور په اړه بحث وسو او د وروستۍ پریکړې په موخه مرکزي کمیسیون ته واستول شو.