ننګرهار کې یوشمېر کاروباریانو ته روزنه ورکړل شوه
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروژې له لورې د ۵ کاروباریانو ۱۹ تنو غړو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن کاروباریانو ته ددې روزنې پر ارزښت، فرصتونو، اصولو او د کرنې ادارې تر چتر لاندې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ .
د ننګرهار دکرنې رییس کاروباریانو ته په راکړه او ورکړه کې د انصاف، اصولو، قانون مطابق تولیداتو، کاري فرصتونو برابرولو او ګنو نورو برخو کې لازمې سپارښتنې هم وکړې.
دغه راز په دې پروګرام کې ګډونولو ته د مالکیت لرونکو کاربارونو د مالی مدیریت د ظرفیت لوړولو، مالي خطراتو څخه د مخنیوي لارې چارې، مالي سرچینو څخه مناسبه او اړینه استفاده کول او په کاروبار کې د پورونو د ورکړې خطرونه او د ښه مدیریت په وجهه له دغو خطرونو څخه ځان ساتنې په هکله معلومات وړاندې شو.