ننګرهار کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۹۲ سره څاروي د رڼي بولۍ له لارې وپلورل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۶
ننګرهار کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۹۲ سره څاروي د رڼي بولۍ له لارې وپلورل شول

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د زکات امریت کارکوونکو له لورې په چپرهار، سره رود، نازیان، بټي کوټ، حصارک، شېرزاد، دره نور، لعلپوره  او کوټ ولسوالیو کې ۳۹۲ سره وري او وزې راټولي او د یوي رڼي بولۍ له لارې په دوه میلیونه،  ۵۸ زره او ۳۱۰ افغانۍ د ګډ پلاو په حضور کې وپلورل شو او ترلاسه شوي عواید به د امارت خزانې ته راټول شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د زکات امر مولوي محمد قاسم حماسي وویل، چې ددوی مسولینو له لورې په نورو ولسوالیو کې هم د زکات راټولولو او حسابۍ لړۍ جریان لري؛ او په نږدې راتلونکي کې به ددوی راجمع شوي څاروي هم د شفافي بولۍ له لورې وپلورل شي او عواید به یې د امارت خزانې ته راټول شي.
ښاغلي حماسي وویل، چې په ولسوالیو کې خپلو کارکوونکو ته یې د سیمه ییزو مسؤلینو سره د ښې همغږۍ او د زکات راټولولو کې اصولو په پام کې نیولوسربېره د روڼتیا سپارښتنمې هم کړیدي.
 همدارنګه د ننګرهار دکرنې ریاست د زکات امریت کارکوونکو د معلوماتو په اساس کوچې مالدارانو ددوی څخه د څارویو د پاللو، واکسینونو،  چنجیو ضد درملو، حیوانې خوراکې او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنې وکړې؛ چې د مسؤلینو له لورې ورته د مرستي ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۵۴
Background image

کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د تشخیص په موخه معیاري لابراټوار پرانیستل شو

۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کتنې معیاري لابراټور پرانیستل شو، چې په دې توګه به بهر ته د مېوو او نورو کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۱۷
Background image

کونړ کې بېوزلو کورنیو ته وزې، د څارویو خوراکه او درمل ووېشل شوه

۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي په مالي ملاتړ او د شپول مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د وټپور،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۷
Background image

لغمان کې د کرنې اومالدارۍ سکټور متشبثینو او بزګرانو ته اسلامي مالي چوپړتیاوې وړاندې کېږي

 ۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد د کرنیزې پرمختیا صندوق «اې،ډي،اف» له رییس انجنیر عبدالغفور غفاري سره د خپل. . .

بازگشت