ننګرهار کې دچرګانو ددانو تولیدي فابریکو مسؤلینو ته ددانې کېفیت ښه والي په موخه  لازمي سپارښتني وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۴۲
ننګرهار کې دچرګانو ددانو تولیدي فابریکو مسؤلینو ته ددانې کېفیت ښه والي په موخه  لازمي سپارښتني وشوې

۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودې په مشرۍ پلاوي په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د چرګانو ددانې تولیدوونکو فابریکو څخه څارنه ترسره کړه.
د څارو روغتیا او مالدارۍ خدمتونو امر داکتر محمد ضمیر بهسودې وویل، چې د ننګرهار کرنې ریاست په لارښوونه او د باکیفیته حیواني خوراکې د تولید په موخه یي د فابریکو څخه څارنه ترسره کړه،  هغو فابریکو ته چې کارونه یي په اصولو برابر وو وستایل شول او هغو فابریکه دارانو چې د کرنې وزارت کړنلارې په نظر کې نه وي نیولې لازمي سپارښتنې ورته وشوي.
د ننګرهار په ولایت کې د چرګانو دداني ۱۵  کارخوني فعالیتونه لری، چې د ورځې سلګونه ټنه باکیفیته خوراکې تولید ترڅنګ زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول پکي د کار زمینه هم برابره شوي ده.
دغه راز په ننګرهار کې د چرګانو تولیدیدونکي دانه د افغانستان ټولو ولایتونو ته صادرېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۱۹
Background image

ننګرهار کې د خصوصي سکتور له لورې کرل شوو غنمو لومړنی پلټنه ترسره شوه 

۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلال ګروپ د ۱۴۰۴ کال لپاره په پراخه پیمانه د غنمو کر ترسره کړی، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند اصلاح شویو تخمونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۰:۲۴
Background image

د ننګرهار حصارک کې حيواني او نباتي درمل پلورنځۍ وڅارل شول 

۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د حصارک ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي  له لورې، ددې ولسوالی په بازار کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۵۲
Background image

دهلمند بولان مرکزي قوریه کې ٥٠زره قلمې کښېنول شوې

۱ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت د طبیعي سرچینو آمریت اړوند بولان مرکزي قوریه کې د زینتي بوټو او  انځرو. . .

بازگشت