میدان وردګو کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوۍ سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۹:۱۳
میدان وردګو کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوۍ سرې وېش لړۍ پيل شوه 

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د« نرخ جلریز ،حصه اول بهسود ،مرکز بهسود ،چک ،سید آباد او دایمیرداد» ولسوالیو د ۸۵۰۰کروندګرو د سروې چارې پیل شوې. 
دیادې پروسې په لړ کې د یادو ولسوالیو ۸۵۰۰ بزګران د یوې رڼې سروې له مخې به د مستحقینو په لیست کې شامل او پر دوی به د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره کېږي.
په دغه پروسه کې هغه بزګران چې د ٢ څخه تر ٥ جریبه ځمکه ولري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د تخم او کیمیاوې سرې د پیرلو توانایي نلري مستحق پېژندل کېږي، تر سروې وروسته هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په نوموړو ولسوالیو کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د بیا رغونې او ساتنې د عملیاتي پلان جوړولو په پار غونډه دایره شوه 

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې د عملیاتي پلان د ارزونې او تنظیم په موخه، غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د دې وزارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان کې ۶۲ مالدارو کورنیو ته منرالي خښتې او د شېدو ساتلو لوښې ووېشل شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي همکارۍ، د دغه ولایت د مرکز په ګډون د. . .

بازگشت