ممپلیو کرکېلي ته د هلمندي بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۰
ممپلیو کرکېلي ته د هلمندي بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د احصایو او معلوماتو له مخې په دې ولایت کې د ممپلیو « ځمکنی بادامو » کروندې ډېرې شوي او د ممپلیو کرکېلي ته د هلمند د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
د هلمند خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه ده، په همدې موخه ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او یوشمېر نورو ولسوالیو کې د ممپلیو کرکېله زیاته شوې ده.
ممپلي، چې د کورني بازار تر څنګ په نړیواله کچه هم ښه بازار او مناسبه بیه لري په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې یې کرکېله مخ پر وده روانه ده. 
دهلمند ولایت کرنې ریاست د ممپلیو ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د ممپلیو کرکیله ترویج کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري، په همدې موخه بزګرو ته د ممپلیو د ښې روزنې او پالنې په برخه کې عامه پوهاوی ورکول کېږي او د ناروغیو مخنیوی په برخه کې ورته لازمې لارښوونې هم کېږي.   ځمکنی بادام یا ممپلي هغه خوندور مغز دی، چې ډېر زیات مینه وال لري. ممپلي نه يوازې خوندور خوراکي توکي دي، بلکه ډیرې نورې ګټې هم لري. ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، همداراز د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره مېوه ده. ممپلي اعصاب پیاوړي کوي او حافظه ښه کوي، ممپلي د سږو لپاره خورا ګټور دي، په دې کې داسې طبیعي منرالونه شتون لري، چې سږو ته قوت ورکوی، دغه مغزي محصولات د نورو مغزي محصولاتو په پرتله په نړۍ کې یو په درېیمه برخه کرل کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت