لوګر کې ۱۱۸ ممیزخونې جوړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۶:۳۹
لوګر کې ۱۱۸ ممیزخونې جوړې شوې

۳ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې په لوګر کې د ۱۱۸ ممیزخونو د جوړولو چارې بشپړ کړ. دغه ممیزخونې ددې ولایت په بره کي برک، څرخ، خوښی او محمدآغې ولسوالیو کې جوړې شوي دي.
ددغو ممیزخونو د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې د برخمن شویو بڼوالو له خوا ورکړل شوي دي.
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړې شوي دي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.

عصري ممیز خونې د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوی، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې، په دودیزه بڼه تولیدیږې څوچنده ښه کیفیت لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د ياد وزارت اداري رياست څخه ليدنه وکړه

۲۲تله ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو اومالدرۍ وزارت، مالي او اداري مرستیال فضل الباري فضلي او ورسره مل پلاوي یې د کرنې وزارت له اداري ریاست او اړوند آمریتونو څخه  لیدنه او اړوندو چارواکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۵:۵۶
Background image

پکتيا کې يوشمېر مالداران وروزل شول

۲۱ تله ۱۴۰۰
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د مالدارۍ او حيواني روغتيا آمريت له لورې د احمدابا ولسوالۍ اړوند مچلغو سپينې کلا ۴۰ تنو مالدارانو ته د حيواني خوراکې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۵:۵۲
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستيال د حيواني محصولاتو د واردوونکو ټولنو سره وکتل

۲۱تله ۱۴۰۰
دا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، د چرګانو غوښې د واردوونکو شرکتونو له يوشمېر چارواکو سره وکتل.
په دې ليدنه کې د ملي سوداګرو. . .

بازگشت