ننګرهار کې د څلورو ولایتونو ۲۲ وترنر ډاکترانو ته د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې روزنه ورکړل شوه
۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار، لغمان، کونړ او بغلان ولایتونو ۲۲ تنو وترنر ډاکترانو ته د څارویو د ساري ناروغیو د تشخیص، مخنیوي او کنټرول په موخه پنځه ورځنۍ نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.
دغه روزنیز پروګرام د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال پراختیایي صندوق په مالي ملاتړ ترسره شو.
په یاد روزنیز پروګرام کې ډاکترانو ته د پوستکي د دانو، طبق، طاعون، بروسلوز، توبرکلوز، د څارویو لیونتوب او نورو ساري ناروغیو د پېژندنې، مخنیوي او کنټرول په اړه هر اړخیزه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.
همدارنګه، د روزنې په لړ کې د ننګرهار کرنې ریاست په مرکزي کلینیک کې هم عملي زدهکړې ترسره شوې، څو ګډونوال وکولای شي ترلاسه شوې پوهه په خپلو کاري برخو کې په اغېزمن ډول وکاروي.
د روزنیز پروګرام ګډونوالو ډاکترانو د یادې روزنې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د وترنري خدمتونو د پیاوړتیا او د څارویو د ناروغیو د مخنیوي په موخه یې د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
آموزش ۲۲ داکتر وترنر از چهار ولایت در زمینه پیشگیری از بیماریهای ساری حیوانی در ننگرهار
۷ قوس ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جمادیالثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
به تعداد ۲۲ تن از داکتران وترنر ولایتهای ننگرهار، لغمان، کنر و بغلان، بهمنظور تشخیص، پیشگیری و کنترول بیماریهای ساری حیوانی، آموزش نظری و عملی پنجروزه دریافت کردند.
این برنامه آموزشی با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، همکاری تخنیکی کمیته هالند برای افغانستان و حمایت مالی صندوق بینالمللی انکشاف زراعت برگزار شد.
در جریان این برنامه آموزشی، داکتران در مورد شناسایی، پیشگیری و کنترول بیماریهایی چون لمپیاسکین (بیماری جلدی دانهدار)، تب برفکی، طاعون نشخوارکنندگان کوچک، بروسلوز، توبرکلوز، هاری حیوانی و سایر بیماریهای ساری، آموزشهای همهجانبه نظری و عملی دریافت کردند.
همچنان، بخشی از آموزشهای عملی در کلینیک مرکزی ریاست زراعت ننگرهار برگزار شد تا اشتراککنندگان بتوانند دانش و مهارتهای کسبشده را بهگونه مؤثر در بخشهای کاری خود به کار گیرند.
داکتران اشتراککننده در این برنامه آموزشی، از برگزاری این دوره ابراز خرسندی کرده و خواهان تداوم چنین برنامههای آموزشی بهمنظور تقویت خدمات وترنری و پیشگیری از بیماریهای حیوانی شدند.
