نورستان ولایت کې د غنمو ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۳۳
نورستان ولایت کې د غنمو ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې


۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له لوري، د کرنې ریاست له پراختیايي بودیجې څخه د نورګرام، کامدېش او وانټ ولسوالیو کې د غنمو ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې.
د یادو ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه هر بزګر ته ۱۶ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او د ځمکې د نرمکارۍ لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
د دغو ننداریزو کروندو اساسي موخه د اصلاح شویو تخمونو ترویج، د نویو کرنیزو میتودونو دودول، د بزګرانو د پوهاوي لوړول او د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په وینا، د کرنې ریاست هر کال هڅه کوي چې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل برابر کړي، څو د غوره کرنیزو لارو چارو په پلي کولو سره د کرنیزو محصولاتو د تولید کچه لوړه او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.


ایجاد ۱۵ قطعه نمایشی گندم در ولایت نورستان
۷ قوس ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جمادی‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان از طریق بودجه انکشافی خود، ۱۵ قطعه نمایشی گندم را در ولسوالی‌های نورگرام، کامدیش و واما ایجاد کرده است.
به‌منظور ایجاد این قطعات نمایشی، به هر دهقان ۱۶ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه، ۵۰ کیلوگرام کود سفید و یک‌هزار افغانی کمک نقدی برای آماده‌سازی و نرم‌کاری زمین توزیع شده است.
هدف اساسی از ایجاد این قطعات نمایشی، ترویج تخم‌های اصلاح‌شده، رواج روش‌های نوین زراعتی، بلند بردن سطح آگاهی دهقانان و افزایش حاصلات گندم است.
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان می‌گوید که این ریاست همه‌ساله تلاش می‌کند تا تخم‌های اصلاح‌شده، کودهای کیمیاوی و وسایل زراعتی را برای دهقانان فراهم سازد تا از طریق تطبیق روش‌های بهتر زراعتی، میزان تولید محصولات زراعتی افزایش یافته و وضعیت اقتصادی دهقانان بهبود یابد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۵۴
Background image

میدان وردګو کې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو زېرمتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ ۱۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د شاکابل په سیمه کې د اوبو یو زېرمتون، چې د ۲۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، د ملګرو ملتونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۰:۵۲
Background image

بغلان کې بزګرانو ته لسګونه شنې خونې جوړېږي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
 د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»او آغاخان دفتر په مالي لګښت او د سو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

نورستان ولایت کې د غنمو ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې


۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له لوري، د کرنې ریاست له پراختیايي بودیجې څخه د نورګرام، کامدېش او وانټ ولسوالیو کې د غنمو. . .

بازگشت