لغمان کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه
۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت مرکز مهترلام، علینګار او قرغیو ولسوالۍ پر۹۰ بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې ددې مرستې په ترڅ کې پر هر بزګر۲۰کیلوګرامه د سویابینو تخم،۳۰ کیلوګرامه توره او۲۰کیلوګرامه سپینه سره وېشل کېږي.
ددغو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش موخه د سویابینو د تولیداتو زیاتوالی، د تولید د کیفیت ښه والی او په ټوله کې د بزګرانو عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.