د کندهار څېړنیز فارم کې د شفتالو سلګونه ونې پیوند شو
۱۰ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست اړوند د شفاتلو ۳۰۰ ونې په ۱۱۰ ډوله بېلابېلو ورایټیو د بیاځلې نوي کېدو په موخه پیوند شوي دي.
یاد پیوند د درېیو ورځو په جریان کې د دې په موخه ورکړل شوي، ترڅو د شفتالو بوټې د ژوند دوران د ختمیدولو څخه وژغوري او ترڅنګ یې په یاد فارم کې مختلفې ورایټیانې تشخیص شي.
د یادولو وړ ده، چې سږ کال به د کوهکران په فارم کې د انګور، انار، ماریبالان، انځر او سنځلو لپاره قوریې هم جوړې شي.