د کندهار پنجوایي کې یوشمېر مالدارانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه
۷ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت په په پنجوایي ولسوالی کې له٢۲ مالدارو کورنیو سره د شېدو د پروسس په پار د اړینو توکو مرسته شوه.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته یوه ګاز ډبه، د شېدو ډبه، د شېدو کټو، د شېدو دیګ، چوکۍ، دچاڼ جالۍ او د حفظ الصحې کڅوړې ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ، صحي لبنیاتو ته د خلکو لاس رسۍ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.