د کندهار میوند کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د میوند ولسوالی ۹۶۰ بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوندو توکو مرسته وکړه.
ددې مرستې په ترڅ کې پر یادو بڼوالو د دوی د بڼونو عصري کولو په پار ګآډر وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د بڼوالۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.