د کندهار شپږو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول
۱۷چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۳۰ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د «سي،اچ،اې» او سولې بنسټ مؤسسو په همکارۍ ددې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې او ترویج مدیریت کارکوونکو لخوا د څارویو، بڼونو او بوټو د افتونو او ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې یوشمېربزګران روزلي دي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې د بزګرانو د وړتیالوړولو په پآر د کندهار دکرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت په کچه د عامه پوهاوی کمپاین پی شوی دی، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت د شپږو ولسوالیو ډېر شمېر بزګران روزل شوي دي.
ښاغلي فضلي وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د یاد ریاست مسلکي کارکوونکي ددې ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو کلیو کې به بزګرانو ته د کرکیلي او مالدارۍ اړوند عامه پوهاوی ورکړي.