د کندز دکرنې رییس د سپین زر دولتي شرکت له رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۳:۴۰
د کندز دکرنې رییس د سپین زر دولتي شرکت له رییس سره وکتل

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن د سیپن زر دولتي شرکت له رییس عبدالحفیظ فریاد سره په کتنه کې د کرنیزو محصولاتو د تولید او په هېواد کې دننه او بهر د محصولاتو د بازارموندنې، همدارنګه د سپین زر شرکت لپاره د ځمکې د برابرول په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د سپین زر دولتي شرکت رییس عبدالحفیظ فریاد د کرنې سکتور د ودې په برخه کې د کندز د کرنې ریاست د کارونو او فعالیتونو قدرداني وکړه ويې ويل؛ «په دې څو کلونو کې په کندز ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د تولید کچه مخ په زیاتیدو ده، چې دا د کندز ولایت د کرنې ریاست د مسوولینو د هڅو ښکارندوی کوي.»همدارنګه زیاته یې کړه، چې د سیپن زر دولتي شرکت یو ټاکلي اندازه ځمکه د تیلې او صنعتي بوټو د کښت لپاره اړتیا لري، چې تمه کېږي د کرنې ریاست به د یو ځانګړي پروګرام له لارې دې شرکت ته په اجاره ورکړي.
په ورته وخت کې د کندز ولايت د کرنې رییس د سيپن زر دولتي شرکت د رییس له څرګندونو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه؛ «د سپین زر دولتي شرکت د کار له مخې مستقیماً د کرنې له ریاست سره تړاو لري او لازمه ده د سپین زر شرکت او د کرنې ریاست تر منځ لازمې همغږي لا ښه او زیاته شي، تر څو له یاد شرکت سره د بزګرانو په نښلولو د کندز ولایت د پنبې او نور تېلي او صنعتي محصولاتو کچه لوړه شي او د بزګرانو اقتصاد به ورسره هم وده وکړي او دا به د اوږدې مودې لپاره کورنیو او نړیوالو بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د معرفي کیدو لامل شي او له بلې خوا به ملي او محلي اقتصاد وده وکړي، چې ورسره به د بې وزلۍ کچه ټیټ او د خوراکي توکو خوندیتوب به پیاوړي کړي».

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۳:۴۳
Background image

کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د کيمياوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اکټېډ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب ولسوالی ۱۰۰۰بزرګانو ته د کروندو د ښې پالنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۳:۴۱
Background image

د کندهار اوله ناحیه کې د څارویو کلینیکونو او مالدارۍ فعالیتونو څخه څارنه وشوه

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د کندز دکرنې رییس د سپین زر دولتي شرکت له رییس سره وکتل

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن د سیپن زر دولتي شرکت له رییس عبدالحفیظ فریاد سره په کتنه کې د کرنیزو. . .

بازگشت