د کرنې وزارت د څارویو روغتیا او مالدارۍ عمومي رئیس خوست ولایت ته سفر وکړ 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۴
د کرنې وزارت د څارویو روغتیا او مالدارۍ عمومي رئیس خوست ولایت ته سفر وکړ 

۱۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو روغتیا او مالدارۍ عمومي رئیس مفتي ذکرالله ذاکر د یو پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته سفر وکړ. یاد پلاوي د خوست ولایت د کرنې ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمر ډاکټر انعام الله جاوید په ملتیا د چرګانو تولیدي هچرۍ او د ګابین د پروسس له مرکزونو څخه لیدنه وکړه.  
د لیدنې پر مهال چارواکو وویل، چې یادې هچرۍ او د ګابین د پروسس مرکز د کارډیف مؤسسې په ۶۰ سلنه مالي همکارۍ د خوست پولټري فارم شرکت ته په ۲۰۱۷ میلادي کال کې جوړ شوی و، خو د ځینو ستونزو له امله یې فعالیت درېدلی و. د کرنې وزارت د هڅو په نتیجه کې اوس دا مرکزونه بېرته د فعالېدو چمتوالی لري او ټاکل شوې چې ډېر ژر به یې فعالیت بیا پیل شي.  
د چرګانو تولیدي هچرۍ، چې د بیا فعالېدو بهیر یې پیل شوی، په یوه میاشت کې د ۱۵۸ زره چوزو د تولید ظرفیت لري. د دې مرکزونو بیا پرانیستل به د خوست اوسېدونکو ته د خوښۍ زېری وي او د چرګانو تولید به ورسره لا پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د فراه کې د کرنې کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

۱۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو له خوا د یاد ریاست کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۴
Background image

د کرنې وزارت د څارویو روغتیا او مالدارۍ عمومي رئیس خوست ولایت ته سفر وکړ 

۱۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو روغتیا او مالدارۍ عمومي رئیس مفتي ذکرالله ذاکر د یو پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته سفر وکړ. یاد. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۰
Background image

هلمند کې پر لسګونو مالدارانو د شېدو د پروسس توکو وېش لړۍ پیل شوه

۱۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په مالي همکارۍ، څه موده وړاندې د ناو ، مارجې او. . .

بازگشت