د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د نړۍوال مرستندویه ماموریت مؤسسې له رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۲۲
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د نړۍوال مرستندویه ماموریت مؤسسې له رییس سره وکتل

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د یادې ادارې د رئیسانو او د دغه وزارت د تحقیق او ترویج د سلاکار په حضور کې د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د نړۍوال مرستندویه ماموریت مؤسسې له رییس سره وکتل.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت او د یادې مؤسسې ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، په پیل کې د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په بېلابېلو برخو کې د کرنې وزارت لومړيتوبونه بيان کړل او د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې د یادې مؤسسې د همکارۍ غوښتنه وکړه او دغه راز د يادې مؤسسې له رییس سره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو د پروژو د تطبيق په برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.
په همدې حال کې د نړۍوال مرستندویه ماموریت مؤسسې رییس د کرنې وزارت له مشرتابه څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې د کرنې په برخه کې به ډېر ژر پر نورو پروژو کار وکړي.
په ورته وخت کې د یادې ادارې مسؤلینو د کرنیزو پروژو د ښه والي په موخه یو لړ معلوماتو ته اړتیا درلود، چې د وزارت تخنیکي ټیم د اسلامي امارت له قوانینو او اصولو سره سم په تفصیل سره له دوی سره معلومات شریک کړل، چې د معلوماتو په شریکولو سره دکرنې په سکټور کې د کار په برخه کې د دوی لېوالتیا زتاه شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بنسټونو او مؤسسو ته چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې فعالیت کوي، د افغانستان اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

دیدار رئیس عمومی پلان وزارت زراعت با رئیس موسسه هیئت معاونت بین المللی
۵ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
 مولوی عبدالغفور ریس عمومی پلان و هماهنگی برنامه های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با حضور روسای ریاست متذکره و مشاور تحقیق و ترویج مقام وزارت به منظور تقویت هماهنگی  با ریس موسسه هیئت معاونت بین المللی دیدار نمود>
این جلسه که به منظور ایجاد هماهنگی لازم میان وزارت زراعت و موسسه متذکره برگزار شده بود در آن نخست ریس عمومی پلان وزارت زراعت اولویت های وزارت زراعت را در سکتور های مختلف بیان کرده و خواستار در نظر گیری موسسه متذکره در تطبیق برنامه‌های شان شد و همچنان  تعهد همکاری‌های لازم به ریس موسسه متذکره در قسمت تطبیق پروژه های زراعتی، مالداری و آبیاری داد.
در همین حال  ریس موسسه  با ابراز خرسندی از رهبری وزارت زراعت وعده سپرده  که به زود ترین فرصت در سکتور زراعت بالای پروژه های بیشتری کار کنند.
در عین حال  مسوولان موسسه یاد شده به خاطر بهبود پروژه‌های زراعتی به یک سلسله معلومات نیاز داشتن که تیم تخنیکی وزارت مفصلا در مطابقت به قوانین و اصول امارت اسلامی معلومات را با ایشان شریک نمودند که شریک سازی معلومات متذکره باعث دلگرمی بیشتری شان با سکتور زراعت گردید.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تمام سهولت‌های لازم را در چوکات اصول امارت اسلامی افغانستان  به موسسات و نهاد های مدد رسانی که در سکتور زراعت و مالداری فعالیت دارند فراهم می‌نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د لغمان دوو ولسوالیو کې د څارویو د طبق ناروغۍ د درملنې او د کانګو ناروغۍ د مخنیوی کمپاین پیل شو

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټرمحمدبیدار سیرت او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د بلخ چهاربولک ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چهاربولک ولسوالی ۱۰۴بڼوالو سره دکرنیزو توکو او درملو مرسته ترسره شوه.
ددغو مرستو په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې. . .

بازگشت