د پروان ولایت د ځمکو غصب مخنیوی کمېټه ددې ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۵۳
د پروان ولایت د ځمکو غصب مخنیوی کمېټه ددې ولایت له والي سره وکتل

 ١۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پروان ولایت د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د پروان ولایت والي الحاج مولوی عبدالعلي قدرت الله امیني  سره په کتنه کې ددې ولایت د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي پر ستونزو، ننګونو او لاسته راړنو خبرې وکړې.
 پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
پۀ پيل کې د پروان ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي مشر د تخنیکي پلاوی د چارو او ترسره شویو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او ورپسې د ياد پلاوی غړو د عامه ملکیتونو او دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي د نافذه مقررې او کړنلارې په اړه خبرې وکړې، چې پۀ ترڅ کې يې خپل نظرونه له یو بل سره تبادله کړل.
د غونډې په ترڅ کې د تخنیکي پلاوی غړي او د پروان عدلیې رییس مولوی مولوی عبدالقدیر عابد د جوړ شوي سمينار پۀ اړه مالومات، کړنلاره او د مشرتابه محترم مقام حکمونه له پکتيا والي سره شريک کړل.
په همدې حال کې د پروان والي د ياد تخنیکي پلاوي کړنې او فعالیتونه وستايل او د اړوندو ادارو پر ښې همغږۍ د ټینګار ترڅنګ یاد پلاوي سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت