د هلمند ګرشک کې کروندګرو ته ۱۶ شنې خونې جوړیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۵۵
د هلمند ګرشک کې کروندګرو ته ۱۶ شنې خونې جوړیږي

۲۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت د ګرشک په ولسوالی کې کروندګرو ته ۱۶ شنې خونې جوړېږي.
دغه شنې خونې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې په همکارۍ ۱۶ بزګرانو ته جوړېږي، چې د جوړولو په پار یې پر یادو بزګرانو د شنوخونو اړین توکي لکه لمریزه تخته، د اوبوټانکۍ، د اوبو پمپ او نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په هلمند کې د کرکېلې لپاره د شنو خونو له جوړېدو سره سم د بزګرو کار غوړېدلی او  د شنو خونو په جوړېدو سره د سبو کرکېلې نوې بڼه خپله کړې چې بزګرانو هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده. د دوی په خبره شنې خونې بزګرو ته ښه عاید لري.
دوى وايي، د شنو خونو په پراختيا سره کولای شي چې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيز توکي ورسوي.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۶:۳۹
Background image

د قرغزستان له سوداګر سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه


۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د قرغزستان د "بای دهقان" شرکت له رییس ارلیست آکونبکوف. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د بخارا د فابریکو له کمپلکس څخه د کرنې وزیر لیدنه او د لبنیاتو په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار


۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان د بخارا ښار یو ستر صنعتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

د بخارا له تر ټولو سترې شنې خونې څخه  دکرنې وزیر لیدنه او د نباتي انساجو د تکثیر په برخه کې پر همکاریو ټینګار

۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د ازبکستان بخارا ښار ته دخپل سفر په ترڅ کې، د دغه ښار له. . .

بازگشت