د هلمند لوی کاریز سیمه کې بڼوالو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۲۴
د هلمند لوی کاریز سیمه کې بڼوالو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوې

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري د لوی کاریز په سیمه کې یو شمېر بڼوالو ته د بوردو پست (ملهم) جوړولو او استفادې په اړه عملي او نظرې زده‌کړه ورکړل شوې.
یاد ملهم د ونو د تنې او ښاخونو پر کنډرو یا ټپونو باندې د رنګمالۍ برس له لارې استعمالېږي. بڼوالو ته وښودل شوه، چې د تنې کنډرې عموماً د سختې تودوخې، د لمر مستقیمو وړانګو، زیاتې یخنۍ، غیر منظمې اوبه‌لګونې، د ضروري غذایي عناصرو کمښت، او بکتریایي ناروغیو له امله منځ ته راځي.
همداراز، ورته تشریح ورکړل شوه چې "کنډرې" هغه ضروري کیمیاوي او عضوي مواد دي، چې د اوبه‌لګونې پر مهال د ونې د ریښو له لارې جذبېږي او ښاخونو او مېوو ته وده ورکوي. که چېرې د ونې تنه وچه شي یا دا مواد له تنې بهر راووځي، نو نیالګی به ونه شي کولی خپل نورمال فعالیت ته دوام ورکړي، چې دا چاره د ونو د وچېدو لامل ګرځي.
په غونډه کې د نورو نباتي آفتونو د مخنیوي اړوند هم هر اړخیزې میخانیکي لارښوونې ورکړل شوې، تر څو بڼوال وکولای شي ښه، سالم او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي.
باید وویل شي، چې "بوردو پست" یا "بوردو ملهم" یو طبیعي د ناروغیو ضد مخلوط دی، چې د ونو د تنو، ښاخونو او زخمونو درملنې لپاره کارېږي. دا ترکیب عموماً د باکتریاو، فنګسونو، او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره کارېږي، تر څو ونه یا بوټې له وچېدو یا خرابېدو څخه وژغورل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د خوست ولایت تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ساتنې او خوړو خوندیتوب لپاره ۵۰ لمریز پخلنځي ووېشل شول

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت او د اړیکو دفتر په مالي همکارۍ، د تڼیو ولسوالی په کمکې ماڼې سیمه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

هډې فارم کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د امو د حاصلاتو بریالی فصل

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
هډې فارم پورې اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ثمرخېلو قوریه کې د ام (مېنګو) بوټو وده سږ کال د پام وړ وه، او حاصل یې په بریالیتوب سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۴
Background image

کندهار کې د هندواڼو، خټکیو او انګورو سږني حاصلات د پام وړ زیات شوي

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو، خټکیو او انګورو حاصلات. . .

بازگشت