د ننګرهار د نیالګیو روزنې ټولنې خپل راپور چارواکو ته وړاندې کړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲
د ننګرهار د نیالګیو روزنې ټولنې خپل راپور چارواکو ته وړاندې کړ

د ننګرهار د نیالګیو روزونې ټولنې د خپل یو کال کړنې، راتلونکي پلانونه، لاسته راوړنې او ستونزې د ننګرهار د کرنې ریاست استازو، کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس او نیالګیو روزونکو سره شریک کړل.
په همدې موخه جوړه شوي غونډه کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس، د ننګرهار کرنې ریاست امرینو، د ننګرهار سربېره د کونړ او لغمان ولایتونو نیالګیو روزونکو برخه اخېستي وه.
دننګرهار د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني د نیالګیو روزنې په برخه کې د ننګرهار کرنې ریاست له تخنیکي او هراړخیزو مرستو څخه مننه وکړه.
نوموړی د نیالګیو روزنې په برخې ستونزي، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له مسؤلینو سره شریکي کړي.
 کرنې ریاست په استازیتوب د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز د نیالګیو روزونکو ټولني له مسولینو مننه وکړه، چې خپلو ولسونو ته تصدیقي او پر حاصله نیالګي روزي.
ښاغلي عزیز د نیالګیو روزونکو ته د نیالګیو روزلو کې د کیفیت، پر حاصله او ښو نوعو د وړاندې کولو د سپارښتنو ترڅنګ په خپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز انجینر حفیظ الله له لورې د تېر او سږ کال  نیالګیو روزونکو کلني راپور ګډونوالو سره شریک شو.
نوموړي وویل تېر کال ۲۸۵ زره او ۱۶۰ اصله تصدیقي مختلف النوع نیالګي، ۲۹۷ زره او ۹۰۰ غیر تصدیقي او ۵۸۹ زره اصله ناجو، صبر، سفیدار، مورپانګ، ابلیټیس او نور زینتي بوټي تولید کړي وو، او سږ کال یې ۱۹۹ زره اصله تصدیقي، ۱ میلیون ۲۹۸ زره او ۸۰۰ غیر تصدیقي او ځنګلي بوټي او وني تولید کړي، خو ډیره برخه یې د طبیعي پیښو له امله زیانمن شوي.
په ورته وخت کې د نیالګیو روزونکو ټولني لپاره روح الله مومند ددې ټولني د مشر په توګه وټاکل شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ د بودیجې غونډه دائره شوه 

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مرستیالۍ تر چتر لاندي ریاستونو د رئیسانو په حضور کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۳۰
Background image

کامدېش ته د نورستان دکرنې رییس سفر 

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیر آقا پیر( حبیب الرحمن) په داسې حال کې، چې د کرنیزو چارو آمر محمد حنیف افغان، د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

ننګرهار کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بڼوالۍ توکي ووېشل شو

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دمخدره توکو سره د مبارزې. . .

بازگشت