د میدان وردګو سیدآباد کې پر ۸٠ کورنیو وزې ووېشل شوې
۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۵ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
دمیدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د پراختیاي ادارې په مالي او د کرنې او کلیوالي پراختیا مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په سیداباد ولسوالی کې پر ۸٠ بېوزلو کورنیو وزې او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته وزې او د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تشخیص او انتخاب سروې په شفاف ډول ترسره شوې ده.
ددې مرستې موخه د بېوزلو کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده او پراختیا ورکول دي.
په همدې حال کې، له دغو مرستو برخمن شوي کورنۍ له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم، د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.