د لوګر د کرنې رییس د کبانو روزنې فارم څخه لیدنه وکړه
۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د لوګرد کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې چې د مالدارۍ آمریت تخنیکي او مسلکي کارکوونکو یې هم ملتیا کوله دلوګر ولایت مرکز اړوند د کنجک د کبانو د روزنې فارم له حوضونو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په لړ کې یې د فارم کارکوونکو ته د لازمو لارښوونو تر څنګ له هغوی وغوښتل تر څو په پوره صداقت او همغږۍ خپلې کړنې ترسره کړي.