د لغمان دکرنې رییس د اکشن اېډ او جیف سیون مؤسسې ولایتي چارواکو سره وکتل
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن دخپل کار په دفتر کې د اکشن اېډ مؤسسې ولایتي چارواکو ذاکرالله سعیدي او حکمت الله نیکمل او دغه راز د جیف سیون مؤسسې ولایتي مسؤل محمد یاسین نوري او همکارانو سره یې د چارو دښې همغږۍ په پار وکتل.
په دې کتنه کې دیادې مؤسسې مسؤلینو د مؤسسې په تېرو فعالیتونو او نویو برنامو رڼا واچوله او د لغمان دکرنې رییس څخه یې مننه وکړه، چې تل یې دوی سره دفعالیتونو په تطبیق کې همکارۍ او لازمې سپارښتنې کړي دي.
په ورته وخت کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن دوی ته د چارو په تطبیق کې د همکاریو ډاډ ورکړ او له دوی څخه مننه وکړه، چې دلغمان د کرنې ریاست سره په تفاهم او ښې همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کړي دي.